IQNA

د کشمیر یوې زده کونکې  د قرآن کریم خوشنویسي وکړه

16:10 - December 13, 2022
د خبر لمبر: 3486595
ایکنا-(تهران)د جمو او کشمیر یوې اوسیدونکي زده کونکې د ټول قرآن کریم خوشنویسي یا خوشخطي په شپږو میاشتو کې سر ته  ورسوۀ.

ایکناخبری آژانس د The Print له قوله راپور راکړ،دغه زده کونکې چې آربین طاهر نومیږي او د جمو اوکشمیرپه بانډيپوره سیمې کې په ښونځي کې زده کوي، ددغه کار د ترسره کیدا لپاره  ئې دخوشخطۍ هنر زده کړ.

هغه قرآن چې دغه زده کونکې ئې کتابت کړی دی،نهه سوه پاڼې دی.

میرمن آربین طاهر له دغه کار سره سم په یولړ څرګندونو کې ووئيل،هیله مو درلوده چې قرآن کریم په لاس سره ولیکم او خپلې دغې غوښتې او مینې ته د رسیدا لپاره مو خوشخطي زده کړه.دقرآن کریم له بشپړ لیکلو مخکې مو هڅه وکړه،پاڼې ولیکم او کله مو چې احساس کړه لیک مو لاښه شو نو بیا نو د بشبړ قرآن  لیکل  اوخوشخطي شروع کړه او د خداي په مهربانۍ او مرستې سره په دغه کار کې بریالۍ شوم.

هغې مخکې ووئيل، چې په  دغې هڅې کې  د خپلې کورنۍ او خپلوانو له بشپړ ملاتړه برخمنه ده.

دغه کار په هند او پاکستان کې په ټولنیزو چینلونو کې له ډيرو زیاتو مثبتو غبرګونونو سره مخ شوې ده. په جمو او کشمیر  کې د قرآن کریم کتابت او او اسلامی خوشخطي ددغې سیمې د مسلمانانو لپاره  له ډير محبوبیّت او اهمیّته برخمنه ده .

له دې مخکې  او په جولائي  کې دکشمیر په شمال کې د بندیپوره سیمې یو شپږویشت  کلن  کس  هم قرآن کریم  په  پنځه سوه میټرو  اوږدۀ کاغذباندې په لاس سره  په درو میاشتو کې  لیکلی دی.

 https://iqna.ir/fa/news/4106614/%D

captcha